اقتصاد

دسلام شرکت دمخابراتي محصول د راټولولو له سيستم سره ونښلول شو

کابل / د لړم ٦مه / باختر :
دسلام مخابراتي شرکت نن دمخابراتي محصول (ريل ټايم) دراټولولو له سيستم سره  ونښلول شو.
دباختراژانس دخبرله مخې ؛ دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ سرپرست محمد فهيم هاشمي  وويل ؛  چې دمخابراتي محصول په سلو کې دلسو راټولولو سيستم دمخابراتي محصول په شفافيت او حساب ورکولو کې مرسته کوي او دمحصول دراټولولو ژوندوى رپوټ ورکوي  دهغه دڅرګندونوله مخې ؛ سلام لومړنى مخابراتي شرکت دى  چې له دغه سيستم سره نښلول شوى دى او هلې ځلې کېږي چې نور شرکتونه هم  ونښلول شي.                       دمخابراتو  وزارت سرپرست زياته کړه  چې خصوصي مخابراتي شرکتونه  دمشتريانو دخبرودافشا کېدو په پلمه نه غواړي له دغه سيستم سره ونښلول شي.                             دهغه په باور دغه سيستم  دخلکو  له شخصي مکالمو سره کار نلري او په نږدې راتلوونکي کې به نور مخابراتي شرکتونه په سيستم کې شامل شي.                                   محمد فهيم هاشمي زياته کړه ؛ چې دمخابراتي  محصول دراټولولو دپروژې قرارداد په شپږو مياشتو کې بشپړ شوى دى او  اووه مياشتې نورې پاتې دي  چې په پاتې موده کې  به نور مخابراتي شرکتونه هم ونښلول شي.
دولسي جرګې دمخابراتو او مواصلاتو دکمېسيون مرستيال عباس ابراهيم زاده دمخابراتي محصول دراټولولو سيستم  دمخابراتي محصول  دراټولولو دشفافيت په لاره کې مهم  ګام باله او له نورو مخابراتي شرکتونو څخه يې وغوښتل چې له دغه سيستم سره  ونښلول شي .  تراوسه پورې  دمخابراتي شرکتونو  په سلو کې  دلس محصول له پلوه  اوولس ميليارده  افغانۍ  ددولت خزانې ته تحويلې شوي دي .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته