کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
ددايکنډي مدال راوړونکو ورزشکاران په نيلي ښار کې دپايتخت په سياليو کې وستايل شول .
ددايکنډي دبدنې روزنې آمر خان علي غلامي دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې څه مودې مخکې د دايکنډي ددريو تنو نجونو په ګډون دفول روم يوولس تنه ورزشکاران دکابل په فول رزم سياليو کې وکولاى شول دسرو زرو څلور کمربندونه ، داتل يوجام او دسپينو زرو شپږ مډالونه ترلاسه کړل او ددغو سياليو اتل شول .
ده وويل دغه اتلان دغونډو په جوړولو ، دموسيقۍ دکنسرت په اجرا کولو او دسوغاتونو په ورکولو سره وهڅول شول .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ