کابل/ د مرغومي ١٤ مه/ باختر
يو مشکوک سړى چې له زياتې مودې را په دې خوا په تخارکې د پوليسو تر تعقيب لاندې و؛ تېره شپه له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
د تخار پوليسو وياند خليل اسير د باختر اژانس خبريال ته وويل چې پر دغه سړي د وسله والو غلاو، ترور او زورواکۍ تور لګول شوى و.
هغه څرګنده کړه چې تېره شپه د دغه ولايت د مرکز تالقانو ښار د درېمې امنيتي حوزې د پوليسو د پلټنې په پوسته کې له پوليسو سره په جګړه کې ووژل شو.
هغه وويل چې له وژل شوي سړي څخه يوه وسله او يو موټرسايکل ترلاسه شوي دي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ