اسلام اباد باخترد غبرګولې يو ويشتمه :
دپاکستان پخواني جمهور رييس اصف علي زردارى پرون دپيسو دسپينولو په تور په اسلام اباد ښار کې ونيول شو .
دهغه نيونه دسترې محکمې له راى وروسته وشوه چې په وثيقې سره دزردارى او دهغه دخور دازادۍ دتمديد غوښتنه يې رد کړه .
په دغو دوو تنو تور لګول شوى دى چې له جعلي حسابونو څخه په ګټې اخستنې سره يې دغير قانوني پيسو ترلاسه کول پت کړي دي .
زرداري دغه تور په بشپړه توګه درواغ بولي .
دپاکستان دخلکو ګوند مشر زرداري له ٠٠٨ ٢ ميلادي کال څخه تر ٢٠١٣ کال پورې دپاکستان جمهور رييس و .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ