نړۍ

يوه امريکايي مقام : پاکستان له ډار اچونې سره دمبارزې په کار کې کوچني ګامونه اخستې دي .

کابل باختر د  کب  اووه ويشتمه :
دامريکا – پاکستان په اړيکو کې دتاوتريخوالي په څپو کې   يوه جګپوړي  امريکايي مقام ويلي  ، سره له دې چې پاکستان دپوځي  مليشو دډلو په اړوند دامريکا غوښتنو ته پاملرنه  لري خو تراوسه پورې يې زموږ دغوښتنو دتحقق په برخه کې  ډير کوچني ګامونه اخستي دي .
دباختر اژانس خبريال ليکي:  دامريکا   يوه جګپوړي پوځي مقام  ددغه هېواد يوې ورځپاڼې ته ويلي دي چې موږ له پاکستان څخه داسې عملي اومشخصې  غوښتنې لرو چې بايد پلې شي .
په دې غوښتنه  کې د ډار اچوونکو ډلو دځپلو په کار کې مالي همکاري شامله ده چې په افغانستان او سيمه کې  دامريکا ګټې ګواښوي .
يوه له دغو غوښتنو څخه دحقاني له شبکې  سره غوڅه مبارزه ده .
دغه امريکايي مقام چې دنامه له اخيستلو څخه  يې ډډه کړې ده په دوام کې ويلي دي چې پاکستان په ښکاره ډول له موږ سره موافق دى خو زموږ دغوښتنو دتحقق لپاره يې اقدامات نه دي کړي اوزموږ دغوښتنو دعملي کولو لپاره يې کوچني ګامونه اخستې دي .  موږ په عملي اقداماتو ټينګار کوو .
ده يادونه کړې ده چې امريکايي مقاماتو خپلو پاکستاني سيالانو ته ويلي دي چې داسلام اباد له خوا دتروريستي ډلو پرخلاف څه ډول اقدامات ترسره شي چې له دغه هېواد سره دامريکا دمرستو ځنډول  لرې شي .
ده خبر دارى ورکړى دى که چيرې دپاکستان حرکت کمزورى وي موږ چمتو يو چې دامريکايي  ځواکونو او ددغه هېواد دګټو دساتنې لپاره  په خپله اقدام وکړ و ځکه موږ له پاکستان څخه هيله لرو چې دخبرو پرځاى دې دطالبانو او دحقاني د شبکې پرخلاف په عملي اقداماتولاس پورې کړي .
همدا اوس له پاکستان څخه دامريکا څو سوه مليونه ډالري مرسته ځنډول شوې ده .
داپه داسې حال کې ده چې امريکا په پاکستان ددوه ګونو لوبو تور لګوي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته