ټولنه

د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت اته ويشت پرمختيايي پروژې عملي کوي

کابل باختر دوږي  ديرشمه :
د اته ويشتو پرمختيايي پروژو قراردادونه نن د کليو د بيا جوړولو او پراختيا د وزير انجنير نصير احمد دراني او د خصوصي ساختماني  شرکتونو د متصديانو ترمنځ د کليو د بيا جوړولو او پراختيا په وزارت کې لاسليک شول.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې:
دغه شرکتونه د دغو قراردادونوله مخې د څه دپاسه نهه سوه شپږ ويشتو مليونو افغانيو په لګښت دکابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ په السغان ښارګوټي کې د سړکونو،  پلونو، پلګوټو، د انګړ د ديوالونو او د فرعي اماکنو په جوړولو او  د سړکونو په جوړولو او کريړ اچولوکې پروژې عملي کوي.
د کليو دبيا جوړولو او پراختيا وزير انجنير نصير احمد دراني د دغو قراردادونو د لاسليک کولو په وخت کې وويل چې دغه شرکتونه د سمنګانو ، بغلان ، تخار ، لغمان ، قندهار ، کابل ، بلخ ، غور ،باميانو ، فارياب  ، جوزجان ، کاپيسا  ، پروان ، پنجشير  ، فراه او د پکتيا په ولايتونوکې هم يولړ پروژې عملي کوي .
ده وويل چې په دغو پروژوکې د سلو کيلو مترو په اوږدوالي د نوي سړک او د يوسلو درې اويا متروپه اوږدوالي د پلونو جوړول او په پړاويز ډول ددوه سوه دريو کيلو مترو په اوږدوالي دسړکونو ساتنه او څارنه شامله ده .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزير څرګنده کړه چې په دغو پروژوکې څه ناڅه څلور اتيا زرو تنو ته د کار زمينه برابريږي او کابو درې پنځوس زره تنه ددغو پروژو له اسانتياوو څخه ګټه اخلي .
انجنير دراني وويل چې د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت د روان کال له پيل څخه د وږي دمياشتې تر پنځه ويشتمې نيټې پورې دڅه دپاسه دوه سوه دوه نوي مليونو اووه سوه اته ديريشو زرو ډالرو په ارزښت  د ترانسپورت او اوبو لګولو ، د څښاک د روغتيايي اوبو دبرابرولو، روغتيا، ښوونې او روزنې، بريښنا او د سيمې د پراختيا په برخوکې د هېواد په څلورو ديرشو ولايتونوکې لس زره اووه سوه پنځه اتيا نوې او انتقالي پروژې عملي کړې دي .
ده وويل چې همدا اوس ديو زرو څلور سوه درې پنځوسومليونو ډالرو په ارزښت دهېواد په ګوټ ګوټ کې په بېلابېلو برخوکې د دوه سوه درې څلويښتوپروژو د عملي کولو کار دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته