ټولنه

په کونړ کې بېځایه شویو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
په کونړ کې له ۹۹ بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د کډوالو او راستنیدونکو ادارې مدیر محسن وایي چې دغه مرسته د یونسیار ادارې د کډوالو چارو ریاست په همکارۍ ترسره کړه.
هغه زیاته کړه چې په دې دوره کې پر هرې کورنۍ ۱۵ زرو ۵۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې او ترڅنګ یې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د لاس مینځلو ۱۲ بوتله مایع هم ووېشل شول.
د محسن په خبره؛ دغه مرستې پر هغو کورنیو ووېشل شوې چې د جګړو او نا امنیو له امله له خپلو کورونو څخه نورو امنو سیمو ته کډې شوې دي.
مرسته شوي کسان د یونسیار(UNHCR) پر شوې مرستې خوشحاله دي او له نورو مرستندویو بنسټونو څخه د زیاتو مرستو غوښتنه کوي.
عبدالله چې د وسله والو طالبانو له ډاره له چپې درې ولسوالۍ څخه اسعدآباد ته راغلی دی، وایي چې د یونسیار د مرستې مننه کوي، ځکه د ژمي په دې سړه هوا کې د دوی لاس نیوی وکړ. هغه د زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په کونړ کې یونسیار دفتر او نورو مرستندویو بنسټونو له ولایتي ادارې سره په همغږۍ له بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او نورو اړينو توکو مرسته کړې وه.
پای / وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته