۱۰۰ ورځې

په ايبکو کې داريې ورکولو يو دپاسه سل مرکزونه فعال دي.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
په سمنګانو ولايت کې درايې ورکولو دبهېر په پيل کيدو سره   شيبه په شيبه په انتخاباتو کې دګډون والو شمير  لوړيږي.
په سمنګانو ولايت کې  درايې ورکولو مرکزونه  دسهار په اوو بجو د رايې ورکوونکو پرمخ پرانستل شول او خلک  ددغو مرکزونو په وړاندې دليکو په  جوړولو سره  خپلې خوښې نوماند ته د ر ايې ورکولو لپاره سترګې په لاره دي.
دسمنګانو ولايت له مرکز ايبکو ښارڅخه  دباختر آژانس خبريال برات  خبر راکړ.  چې شيبه په شيبه درايې ورکولو د مرکزونو په وړاندې د خلکو دشتون کچه لوړيږي.
دايبکو ښار يو اوسيدونکى  حاجي عبدالروف  چې دکمزورتيا له امله  يې امسا په لاس کې وه  وايي ،  چې د ده  وخت تير شوى دى خو دخپل هېواد دبيا ودانولو  او دخپلو بچيانو د راتلوونکي په خاطر يې په انتخاباتو کې ګډون کړى دى.
دى  له خپلې ميرمنې او  دريو لوړنو سره  دايبکو ليسې درايو ورکولو مرکز ته ورغى  او دخپلې خوښې نوماند په ګټه يې خپله رايه وکاروله .
حاجي عبدالروف له خلکو څخه غوښتنه کوله  چې خپلې کورنۍ هم رايې ورکولو ته وهڅوي .
په همدې حال کې   دسمنګانو ولايت په زياترو سيمو په  تيره بيا  درايو ورکولو  مرکزونو په وړاندې   دامنيتي ځواکونو شتون  پراخ دى .
دمشرانو جرګې غړى محمد آصف عظيمي چې  په ايبکو ښار کې يې  خپله ر ايه  دخپلې خوښې نوماند په ګټه وکاروله  وايي  چې امنيتي ځواکونوپه ښه توګه دانتخاباتو امنيت تامين کړى دى.
دسمنګانو ولايت  امنيه قوماندان جنرال محمد اکرام بيکزاد  وايي چې په دغه
ولايت کې  درايې ورکولو ټول يو دپاسه سل مرکزونه درايې  ورکوونکو پرمخ پرانستي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته