فرهنګ

محمدافسر رهبين دملي ارشيف کارکوونکو ته معرفي شو

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٠نيټه :                                      محمدافسر رهبين  چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په وړانديز او دهېواد دجمهور رئيس دحکم له مخې دملي ارشيف درئيس په توګه  ټاکل شوى دى  پرون ددغې ادارې  کارکوونکوته ور وپيژندل شو.    دباخترآژانس دخبرله مخې ؛  په هغو مراسمو کې چې  په همدې مناسبت  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسلاکارانو ډاکتر طارق رشاد او محمدکبير کاووسي  او  ددغه وزارت  ديوشمير رئيسانو په ګډون پرځاى شول داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دبشري منابعو رئيس  احمدضيا انوري دملي ارشيف درييس په توګه  دافسررهبين  دټاکنې په باب د  جمهوررئيس حکم ولوست .                                                                                                                وروسته  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  سلاکار ډاکتر طارق رشاد  دملي ارشيف کارکوونکو ته  دملي ارشيف دنوي رييس د معرفي کولو په ترڅ    کې په خپلو خبرو کې  ددې  ترڅنګ چې  دملي ارشيف رئيس ته يې  په سپارل شويو دندو کې دبرياليتوب هيله وکړه  څرګنده يې کړه  چې محمدافسر رهبين  دهېواد  له پيژندل شويو فرهنګي شخصيتونو څخه دى او پخوا يې هم داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت   په مهمو پستونو کې کار کړى دى.   دغه راز  محمدافسر رهبين هم  په دې مراسمو کې خبرې وکړې او په دې پست کې  يې دوړانديز په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دنيک نظر له امله مننه او قدرداني وکړه.                                                                                    ده زياته کړه چې غواړي په لومړي ګام کې  دملي ارشيف آثار دافغانستان خلکو ته  اوپه وروستي ګام کې دسيمې او نړۍ خلکو ته معرفي کړي.
ده ټينګار وکړ  چې تراوسه پورې  معتبر او آن  په فرد پورې اړوند خطي
نسخې  دملي ارشيف په مخزنونو کې  شتون  لري  اوڅرنګه يې چې ايجاب کاوه له هغو څخه فرهنګي استفاده نه ده شوې اوپه پام کې لري  چې  دافغانستان دعلومو اکاډمۍ ، کابل پوهنتون او دهېواد دنورو پوهنتونونو او تحصيلي بنسټونوپه همکارۍ  دنظر وړ نسخو دتحقيق ، چاپ  او تکثير زمينه برابره کړي.                                                                                              محمدافسر رهبين دهېواد مشهور شاعر، ليکوال ، څيړونکى ، ژباړونکى  اوفرهنګي شخصيت پخواهم په  هندوستان اوايران کې داطلاعاتواوفرهنګ  وزارت  د فرهنګي اتشې ،دشعر او ادب درئيس  په توګه او ددغه وزارت په نورو برخو کې  دندې ترسره کړي دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته