سیاست

د جمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي د دره ترکمن له مشرانوسره وکتل

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١١
د پروان ولايت د سرخ  پارسا  ولسوالۍ د دره ترکمن د خدر دقومونو دشورا رييس او غړو نن له غرمې مخکې دجمهور رييس له دويم مرستيال محمد کريم خليلي سره  وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې د کتنې برخه والو په تيره يوه   پيړۍ   کې د  هيواد په   سياسي او اقتصادي بدلونونو  کې ددغې ساحې غوره  رول ته   د اشارې په ترڅ کې خپل يو   لړ سيمه ييزې ستونزې د جمهور رييس له مرستيال سره طرحه کړې .
دکتنې برخه والو دغه راز د جهاد او مقاومت د   دورې په  اوږدو  کې او دهيواد خپلواکۍ  په ګټلو کې ددغې سيمې دخلکو دميړانې او سرنښندنې ديادونې په
ترڅ  کې ، له دولت  څخه د ګيلې  په ترڅ کې اقتصادي  او ټولنزيو مساعدو زمينو ته په پاملرنې سره دغې ساحې ته  يې د دولت د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه .
دوى دغه راز د بڼوالۍ ، کرنې او نورو برخو په  ګډون د  سرخ پارسا   ولسوالۍ       د اقتصادي ودې او سمسورتيا په لاره کې او نورو  اقتصادي برخو کې دبنسټيزو پروژو  داجراکولو غوښتنه وکړه  .
په دې کتنه کې دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي  د دره ترکمن مشرانو ، سپين ږيرو او ځوانانوته  دښه راغلاست په ترڅ کې څرګنده کړه  چې دغه اتل پاله او با عزته سيمه څه  په تيرو دورو کې او څه دجهاد او مقاومت په دوره کې په سياسي ، ټولنيزو او ديني برخو کې ځانګړى ځاى لري چې هيڅوک نه  شي کولاى هغه له پامه وْغورځوي .
د  جمهور  رييس مرستيال څرګنده کړه  په نوې فصل کې چې د هيواد خپلواکۍ  او استقلال د ګرانو شهيدانو په ميراڼې او سرنښندنې رامنځته شوى  دى  دافغانستان ټولو خلکو د ودې او سمسورتيا ښه  فضا رامنځته شوې ده .
دجمهور رييس مرستيال په اساسي قانون کې دهيواد د ټولو اتباعو دحقوقو تثبيتول د  نوې فصل له مهمو برياليتوبونو څخه وبلل او زياته يې کړه   چې بايد ديووالې  او پيوستون د پياوړتيا او د هيواد د  ودې او ترقۍ  په لاره کې د اوسني  فصل له ښې فضا څخه مطلوبه استفاده وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته