کابل باختر د مرغومي اوومه :
د ګلف ورزشکارې نجونې او هلکان نن بنګله ديش ته لاړل
د المپيک د ملي کميټې د خپرونو مسوول منورشاه شهزاد د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه لس تنه ورزشکاران چې نجونې او هلکان پکې شامل دي؛ د دغې څانګې د نويو ورزشکارانو د ملي ټيم غړي دي.
شهزا د زياته کړه: دغه ورزشکاران د لسو ورځو لپاره په يوه تمريني اردوګاه کې ګډون کوي او په پاى کې د بنګله ديش له ګلف ټيم سره دوستانه لوبه کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ