فرهنګ

په هرات کې دتاريخي ودانيو دترميمولو او دلرغونو ساحو دڅارنې لپاره دهلوځلو زياتوالي

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٤ :

دهرات ولايت مقامات په دغه ولايت کې دځينوتاريخي ودانيو دترميمولو اودلرغونو ساحو دڅارنې په مقصددهلوځلو دزياتوالي خبرورکوي.

دهرات دوالي ډاکترداوودشاه صبا په مشرۍ او په تاجکستان کې دافغانستان دسفيرډاکتر عبدالغفور ارزو او ددغه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ ، دښاروالۍ  ساختماني او اقتصاد درييسانو اوتاريخي ابداتو آمر په ګډون دزاړه ښار دبيارغاونې اواصلاح دکميسيون دغونډې له جوړولو سره جوخت دهرات والي دتاريخي ابداتو پرساتني او دلرغونو ساحو شاوخوا ته دساختماني سرغړونو مخنيوي ته په زياتي پاملرني په ټينګار سره په دې اړوند دفرهنګي چارواکو  اواړوندو ارګانونو دګډو اوجدي هلوځلو غوښتنه وکړه.

دهرات له ولايت څخه دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې : په همدي حال کې برخه والو دتاريخي ابداتو په شاوخواکې په تيره بياپه زاړه ښارکې  دلوړپوړيزو ودانيو په جوړولوکې دساختماني سرغړونو په برخوکې دځينو موجودو انديښنو په موجه بللو سره  عوامل يي وڅيړل .

په زاړه ښارکې دساختماني ستونزو اودلوړ پوړيزو ودانيو دجوړولو دستونزو په څيړنې سربيره   اودنړيوالو ميراثونو په فهرست کې دځينولرغونو ساحو ثبتول  په دې غونډۀ کې تاريخي ابداتو دبيا جوړ ولو اودساختماني طرحو موضوع وه.

دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ لوى رييس احمداحسان سرورياردهرات دجامع جومات دځينو برخو دترميمولو داميرعلي شيرنوايي دمقبري دجوړولو ، دکرخ ولسوالۍ دجامع جومات دبيا جوړولو اوپه نږدي راتلوونکي کې  دکاشي  جوړولو دصنعت داحياکولو په ګډون دتاريخي ابداتو دبيا جوړولو دڅلورو پروژو دپيل خبرورکړ.

په همدي حال کې  دهرات ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رييس وايي  چې دهرات ښار  اود ولسواليو په کچه په ټولو تاريخي ابداتو کې دفلزي لوحو ددرولو بهير هم سبا پيليږي.،

په دې غونډه کې  دډاکتر عبدالغفور ارزو له خبرو وروسته دهرات  دمصلي  دپنځوڅلي دساتني اوڅارنې په برخه کې د لازمو تدبيرونو دنيولو په باب دبشري ټولنې  دګډي پانګي په توګه دتاريخي څلو ساتني ته دپاملرني دارزښت په باب هم لازمې پريکړي وشوي .

دهرات والي ددغه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له خوا دکاشي  جوړولو دصنعت داحياکولو په برخه کې او دغه راز دابداتو دبيا جوړولو دطرحو دسملاسي اوچټک پيل غوښتنه وکړه .په دې غونډه کې دهرات دتاريخي ابداتو مسوولينو هم وويل  چې ډير ژر به دتاريخي ابداتو دحالت په باب يو رپوټ برابر او وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته