ټولنه

په خوست کې د څلورو پرمختيايي پروژو کار پيل شو

کابل باختر د وږي ٢مه
د  خوست په متون ښار کې د څلورو پرمختيايي پروژو کار نن پيل شو.
د خوست ښاروال انجنيرعبدالبصير محمود زي باختراژانس ته وويل، په دغو پروژو کې د خوست ښار د حلقوي سړک پخول، د پنځمې ناحيې د ودانۍ جوړول، د خوست ښار په شپږو ناحيو کې د شلو کثافت دانيو جوړول او په دغه ښارکې د بې سرحده روغتون د سړک جوړول شامل دي.
سرچينه زياتوي چې يادې پروژې د يو دېرش ميليونو افغانيو په لګښت د متون د ښاروالي  او د يو اين ډي پي موسسې په همکارۍ رغول کېږي.
ختم- سعيده- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته