کابل/ د وږي ۱۰مه / باختر
يو پوځي او دوه ولسي پاڅون کوونکي په پکتيا کې د وسله والو طالبانو په بريد کې ووژل شول او څلور نور پوځيان ټپيان شول.
دغه پېښه تېره شپه په ډنډپټان ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والوطالبانو د پوليسو او ولسي پاڅون کوونکو پر يوې پوستې بريد وکړ.
د تندر قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د طالبانو په بريد کې د پوليسو يو سرتېري او دوه ولسي پاڅون کوونکي شهيدان او څلور نور پوځيان ټپيان شول.
ويل کېږي په جګړه کې وسله والوطالبانو ته هم د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج – اکرم
0 1 دقیقه لوستل