سیاست

انګلا مرکل : المان دسولې دهغه بهيرملاتړ کوي چې دافغانستان په مشرۍ وي

دالمان صدراعظمې  انګلامرکل دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي سره په کتنه کې  اعلام  وکړ چې المان له افغانستان سره   داوږدمهالو ستراتيژيکي همکاريو سند لاسليک کوي .

 دباختر اطلاعاتي اژانس ته د جمهوررييس دويندوى ددفتر دمعلوماتوله مخې دالمان صدراعظمې دغه موضوع   ددغه هيواد دصدارت په ماڼۍ کې له حامدکرزي سره له  کتنې وروسته په يو ګډمطبوعاتي کنفرانس کې اعلام کړه.

دى  په دې ترڅ کې چې  دکابل او مزارشريف په ښارونو کې دنننيو تروريستي بريدونو په  خاطر  دافغانستان جمهوررييس اوخلکو ته دخپلې ژورې ډاډګيرنې او همدردي مراتب څرگندکړل ويي ويل : المان ليوال دي  چې دستراتيژيکي همکاريو په چوکاټ کې  دافغانستان دځوانانو دحرفوي روزنې  او دغه راز دامنيتي ځواکونو  دروزنې  په ګډون داقتصاد او پوهنې  په برخو کې مرسته وکړي .

 مرکل دغه راز وويل :  چې المان  به  له هغوښو تجربو څخه په استفادي سره  چې دکانونو درايستلو په برخه کې يې  لري داوږد مهالو همکاريو په چوکاټ کې دطبيعي منابعو درا ايستلو په خاطر دافغاني ماهرانو په روزنه کې مرسته وکړي .

دالمان صدراعظمې  دسولې  له هغه بهيرسره چې دافغانستان په مشرۍ وي ، دخپل هيواد ملاتړ اعلام کړ او ويي ويل  چې دسولې دبهير ګړندي کول په افغانستان کې دزيات امنيت ضمانت کوي .

دهيواد  جمهورر ييس حامدکرزي  په دې مطبوعاتي  کنفرانس کې  په کابل او مزارشريف کې  دنننيو تروريستي پيښو په خاطر دالمان دصدراعظمې  دخواخوږي له امله  دمننۍ په ترڅ کې وويل  پرون  موږ يو داسې مهم کنفرانس  چې دنړيوالو سازمانونو داستازو  په ګډون  دنړۍ دڅه دپاسه سلو هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو  پکې شتون درلود ، په برياليتوب سره پاى ته ورساوه او دغه کنفرانس يوځل بيا له افغانستان سره دالمان پياوړې ژمنه وښودله .

 جمهوررييس  زياته کړه او ويي ويل  دبن دنړيوال کنفرانس  داعلاميې خپرول  او هغه ژمنې  چې دنړيوالې ټولنې له خوا پکې وشوي ، دافغانستان په ګټه دي .

 جمهوررييس  دې ته په اشاري سره   چې افغانستان  له زياتي مودي را په دي خوا له المان سره داوږدمهالو  همکاريو هيله درلوده  وويل چې دالمان اوافغانستان لرغونې دوستي ارزښتناکه ده او هيله لرو چې دغه دوستي  له پخوا زياته پراختيا ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته