امنیت

په پکتیکا کې د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اوونۍ پرانست غونډه وشوه

ښرنه باختر د تلې  د مياشتې ۲۵ مه
د مرستو د راټولولو په موخه د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اوونې پرانست غونډه جوړه شوه.
د باخترا ژانس د خبر له مخې:
په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه،د پکتیکاولايت مرستیال عطاءالله فضلي په پيليزه وينا کې د جمهور رېیس د پيغام اورولو څخه وروسته وویل چې بریالي ولسونه هغه دي چې نورو ته خیر ورسوي.
فضلي وویل: افغاني سره میاشت د بشر پالو ولسونو په همکارۍ رامنځ ته شوې چې ټولې کړنې يې د ولسونو پرمټ مخ ته ځي.
په همدې حال کې د افغاني سرې میاشتې رېیس انجینر مومین بيا له خلکو څخه هيله وکړه چې له سرې میاشتې سره مرسته وکړي،څو په پېښو کې زیانمنوشویو مظلومو ولسونو ته په خپل وخت سره لاسرسی وشي.
مومین  زیاتوي چې د روان کال په اوږدو کې یې شل تنه په زړه سوري ماشومان د درملنې په موخه اړوندو څانګو ته معرفي کړي دي، دوه سوه اویا روغتيايي کیټونه یې په خپلو رضاکارانو ویشلي او دغه راز یې په دغه ولایت کې درې روغتيايي کلینیکونه پرانیستي چې فعالیتونه یې په چټکي سره روان دي.
مدني فعال خیرالدین ذکي بيا وایي چې سره میاشت هغه ریاست دی چې د ولسونو په مرسته له ولسونو سره مرسته کوي.پاي/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته