کابل باختر دمرغومي اته ويشتمه :
د بلخ ولايت د ترانسپورت رياست عوايد سږ کال زيات شوي دي.
دبلخ ولايت د ترانسپورت رييس اسماعيل دانشيار باخترآژانس ته وويل: دبلخ ولايت د ترانسپورت د رياست د روان کال عوايد يو سلو شپږو مليونو افغانيو ته رسيږي. په داسې حال کې چې دغه عوايد تيرکال نهو مليونو افغانيوته رسيدلى و.
دانشيار ددغو عوايدو د زياتوالى علت دغه ولايت ته د مالونو د واردولو زياتوالى وباله.
1 د یوې دقیقې څخه لږ