امنیت

په قندهار کې دبم دچاودنې له امله درې تنه ټپيان شول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٥ :
په قندهار ښارکې  دبم دچاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي او يو پوليس
ټپيان شوي دي.
دغه چاودنه نن سهار دنهو بجو په شاوخوا کې دشهيدانو په چوک کې ديو هوټل په وړاندې چې دقندهار ښار ګڼ ميشه سيمه ده  رامنځته شوه .
دقندهار دوالي ويندوى  دواخان مينه پال دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې په دې  چاودنه کې دپوليسو يو سرتيرى  او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
ده وسله وال طالبان ددغه بم ايښودنې  مسوول وبلل  او ويې ويل   چې ددغې پيښې  دعاملينو  دپيژندلو  او نيولو لپاره  هڅي پيل شوي دي .
دقندهار دوالي  دويندوى دڅرګندونوله مخې :
طالبان  زياتره  په دغه شان بم ايښودلو  سره غواړي دخلکو ترمنځ  ويره او ډار رامنځته کړي .
په همدې حال کې دقندهار دميرويس روغتون ډاکترانو  ددغې چاودنې ديو تن ټپي روغتيايي حالت  خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته