کابل باختردزمري دمياشتې ٢١ :
د کونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې د يو توغندى د لګيدو له امله يو پوليس شهيد او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شول.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه چې طالبانو دشيګل ولسوالۍ په يوې ودانۍ راکټي بريد وکړ چې د شيګل ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د پوليسو دنظام قراول په دروازه کې د يوه توغندي د لګيدو له امله يو پوليس شهيد او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شول.
خبرځاى وويل: وسله والو طالبانو په دې وروستيوکې د کونړ ولايت په ځينو سيمو راکټي بريدونه له سره پيل کړي چې له امله يې يوشمېرملکي وګړي او پوځيان شهيدان او ټپيان شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل