امنیت

په بدخشان کې دطالبانو له خوا دلسګونو تنو اسيرو شويو سرتيرو خلاصون

کابل باختر د زمري  څلورمه :
دافغانستان په شمال  بدخشان ولايت کې طالبانو په پاى کې  څه دپاسه  سل تنه سرتيري   چې له دغې ډلې  سره په جګړه کې  اسيران شوي و ، خوښي کړ .
  دغه سرتير دشنبې په شپه  دطالبانو له خوا  دوردوج ولسوالۍ دتيرګران  دپوځي اډې دنيولو په وخت کې  اسيران شوي و .
  ديرغلګرو په دې پراخ بريد کې يوسلو اووه تنه پوځيان  اسيران شوي و .
  دبدخشان  دوالي وياند  احمد نويد فروتن  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پوځيان  دسيمه ئيزو پوليسو  ديو قوماندان  جلال  او په وردوج کې  ديو سيمه ئيز مشر  له منځګړيتوب وروسته دطالبانو له خوا  ازاد شوي دي .
  ده  له طالبانوسره  دافغانستان دحکومت  هر راز معامله  چې ددغو پوځيانو دخلاصون  سبب شوي  وي  ، رد کړه .
  هغه پوځيان چې  دطالبانو په دې بريد کې ددغې ډلې له خوا اسيران شوي و  د ملي پوليسو  سيمه ئيزو پوليسو او دسرحدي پوليسو  په نظامي واحدونوپورې  اړوند بلل شوي دي .
  همدا اوس دبدخشان  په وردوج  کې  دتيرګران  پوځي اډه  دوسله والو طالبانو په واک کې  ده .  هغه  اډه چې  ټيک  دبدخشان دمرکز  او دشغنان  ، زيباک ، اشکاشم او دواخان  دولسواليو ترمنځ  دپيوستون  دسيمې په توګه  بلل کيږي .
د وسله والو طالبانو دډلې له خوا ددغې پوځي اډې  دنيول کيدو په باره کې  ډول ډول ادعاګانې شته .
  دبدخشان دولايتي  شورا رييس وايي  چې په دې اډه کې  حاضرو پوځيانو له څلورو شپو او ورځو  مقاومت  وروسته او کله يې چې وليدل   کومکي ځواکونه  ورته  ونه رسيدل  دطالبانو له خوا اسيران شول .  خو دبدخشان ولايت امنيه قوماندان جنرال بابه جان ادعا کوي  چې  دتير ګران  پوځي اډه  په يوه معامله کې  طالبانو ته  سپارل شوې وه   او يرغلګرو  دهغې  له نيولو وروسته  ټول سرتيري  ازاد کړي دي .
په همدې حال کې دملي دفاع  او دکورنيو چارو په وزارتونوکې  مقامات  په وردوج کې  دطالبانو له خوا  دتيرګران دپوځي اډې  دنيولو  دڅرنګوالي  دروښانولو  لپاره  دڅيړنو  دپيل  خبرې کوي .
  دتيرګران  په پوځي اډې  دکورنيو اوبهرنيو طالبانو په پراخ بريد کې  په لسګونه تنه يرغلګر  ووژل شول .
  سيمه ئيز مقامات هم  په دغو بريدونوکې  دڅه ناڅه شپږو تنو پوځيانو  وژل کيدل  او ټپي کيدل  تاييدوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته