ټولنه

په پنجشېر کې زیانمنو شویو کورنیو غنم ترلاسه کړل

۳۰- کابل / د مرغومي ۲۳ مه / باختر
د پنجشېر له طبیعي پېښو سره د مبازرې ریاست نن د پنجشېر په رخه ولسوالۍ کې د کروناویروس د خپرېدو او طبیعي پېښو له امله له زرو زیانمنو شویو کورنیو سره د غنمو مرسته وکړه.
د پنجشېر له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس احمدضیا یزداني باختر آژانس ته وویل چې په دې دوره کې پر هرې کورنۍ ۵۰ کیلو غنم ووېشل شول.
هغه زیاته کړه چې دغه بهیر د یاد ولایت په مرکز او نورو ولسوالیو کې له سروې وروسته دوام کوي.
هغه وویل چې پر یادو کورنیو د غنمو د وېش په بهیر کې د اړوندو دولتي ادارو مسوولینو هم حاضر وو.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته