امنیت

تراوسه شاوخوا درې زره کسان د اسلامي امارت له لیکو ایستل شوي دي

کابل/ د مرغومي ٢٥مه / باختر:
اسلامي امارت ژمن دی چې د اسلامی امارت له لیکو څخه به د استفاده غوښتونکو کسانود ايستلو بهير دوام ومومي.
د صفوفو د پاکولو د کمېسیون مشر، لطیف الله حکیمي وویل، “موږ11 ولایتونه له استفاده غوښتونکو کسانو څخه پاک کړي دي.”
دا کمېسیون وروسته له هغه جوړشو چې يو شمېر کسانو د طالب اومجاهد په نومونو د خلکو په ځورونې لاس پورې کاوه.
لطیف الله حکیمي وايي؛ تراوسه پورې2 زره 790 کسان د اسلامي امارت له نوم څخه د ناوړه استفادې په تور د اسلامي امارت د ځواکونو له لیکو ایستل شوي چې زياتره یې له پېژندلو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
هغه خبرداری ورکړ، هغه کسان چې د اسلامي امارت د بدنامولو لپاره خلک ځوروي، وبه نیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
په همدې حال کې د کابل یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو ته باید یونیفورم او د پېژندنې کارت ورکړل شي چې خلک وکولاى شي په دې کار سره د امنيتي ځواکونو او استفاده غوښتونکو کسانو تفکيک وکړي.
د تصفيې کمېسيون تازه اقدامات او هغه نور اقدامات چې امنيتي ځواکونو د کابل ښار د امنيت د تامينولو په موخه ترسره کړي دي په ډاګه کوي چې اسلامي امارت د خلکو د امنیت د تامینولو په خاطر زيات پلانونه ترلاس لاندې لري.
په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د کابل ښاریانو لپاره د امنیت او خوندي چاپېریال په برابرولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د بهرنیو دیپلوماتانو، خیریه بنسټونو، ملي سوداګرو او د پخواني حکومت د لوړ پوړو چارواکو امنیت بايد تامين شي او له امنیتی مسوولانو څخه يې وغوښتل چې له خپلو مراجعينو سره دې ښه چلند وکړي، د چا پرمخ دې خپلې دروازې نه تړي، د علماوو، قومي مشرانو او مخورو خلکو درناوی وکړي او د هغوى ستونزو ته دې رسيدګي وکړي.
هغه دغه راز د کابل امنيتي حوزو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې له نيول شويو کسانو سره دې د شرعی قوانینو له مخې قانوني چلند وکړي او له یوې ټاکلې مودې څخه دې زيات په بند خونو کې و نه ساتي.
| ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته