امنیت

د هېواد په ختیځ کې د طالبانو د پوځي مسوول وژل کېدل

جلال اباد باختر د وږي ۴ مه
د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په ۲۴ ویالې سیمه کې د ختیځ زون په کچه مالي او د دغه ولایت په کچه د وسله والو طالبانو پوځي مسوول مولوي شهید یار له څلورو نورو ملګرو سره یې یوځای وژل شوی او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان پرون د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې په دغه برید کې د ملا امیر محمد چې په شهید یار یې شهرت درلود، د طالبانو د پوځي مسوول په ګډون مفتي هیبت الله، بسم الله محمدي او د حاجي تور په نامه د وسله والو  طالبانو سرګروپان هم وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په ترسره شوي برید کې د سیف الله او عثمان په ګډون د خیبر ایجنسۍ څلور تنه طالبان ټپيان شوي هم دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته