امنیت

امنيتي ځواکونو په عملياتوکې پرمختګ کړی

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٢٢مه
د روزګان ولایت امنيتي مسولين وايي چې ګډو ځواکونو د ترینکوټ شمال لویدیځ لور ته په چاڼيزو عملياتو کې پرمختګ کړی دی.
د روزګان د امنیې قومنداني د امنیت امر نورزی باختر اژانس ته وویل چي له تیرې شپي په دې خوا د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا د پیل شويو عملیاتو په ترڅ کې ترینکوټ شمال لویدیځ لور ته د خوشخراب، سفید خار، ډب الکوزي او ګوګرک سیمې يې له وسله والو مخالفینو څخه پاکې کړي دي.
ده زياته کړه چې په دغو  سیمو کي يې د مخالفینو درې موټر هم ویشتلي چې پکې ناست وسله وال مخالفین ټول وژل شوي دي.
که څه هم نورزي د وژل شویو مخالفینو دقيق شمېر په ګوته نه کړ خو وایي چې په پاکو شويو سیمو کې د وسله والو مخالفینو مړي پاتې شوي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته