فرهنګ

د خبريالانو آزاده ټولنه جوړه شوه

کابلباختردعقرب ٤
دسمنګانو ولايت دخبريالانو آزاده ټولنه جوړه شوه.
دغه ټولنه دخبريالانو ترمنځ د همغږۍ اودخبريالۍ د مسلکي چارو د ښه پرمخ بيولو په مقصد جوړه شوې ده.
دشمال زون دخبريالانو دټولنيزې ټولنې مسوول ګلاب شاه باور باخترآژانس ته وويل: دا په سمنګانوکې د ژورناليستانو لومړنۍ آزاده ټولنه ده چې د خبريالانو دحقوقو دملاتړ او دخبريالانو او رسنيو د فعاليت لپاره د ښو زمينو د برابرولو په مقصد جوړه شوې ده.
دباور دڅرګندونو له مخې: دغه راز ددغې ټولنې دغړو ترمنځ د آزادو انتخاباتو له لارې محمدبرات نظري ددغې ټولنې د رئيس ، فرشته فروتن د مرستيالې اوحيات الله برمک ددغې ټولنې د همْغږى کوونکى مسوول په توګه وټاکل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته