امنیت

دوه تنه تروريستان د پروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې ونيول شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٥
دوه تنه تروريستان د پروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو له خوا ونيول شول.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پروان ولايت دسياه ګرد ولسوالۍ سيمه ييزو پوليسو دغه دوه تنه تروريستان هغه وخت ونيول چې هغوى يوه اندازه چاوديدونکي توکي چې په يوه موټر سايکل کې ځاى پرځاى او د سياه ګرد ولسوالۍ د اوبو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پوستې ته څېرمه وچول چې له امله يې پوليسو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: دوه تنه تروريستان دپوليسو له خوا نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته