امنیت

نولس تنه وسله وال طالبان ونيول شول

کابل باختر دمرغومي شپږويشتمه
دملي اردو دخاصې قطعې منسوبينو نولس تنه وسله وال مخالفين ونيول .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي پدفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ دملي اردو دخاصې قطعې منسوبينو په هغو جلا جلا عملياتو کې چې دډار اچوونکو دځپلو په خاطر دننګرهار او دميدان وردکو د ولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره کړل دڅو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو په ګډون نولس تنه وسله وال طالبان ونيول .  ويل کېږي  چې دغو کسانو په تروريستي او ورانکارو فعاليتونو او په واټونو کې په ماين ښخولو کې فعال رول لوباوه په دغو عملياتو کې يوه اندازه جنګي تجهيزات هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته