امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دولس تنه يې ونيول شول

کابل- باختر دلړم دويمه
دامنيتي ځواکونو دعملياتو په بهيرکې دوه تنه ياغي طالبان ووژل شول او دولس تنه نوري ونيول شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې دکابل ،ننګرهار ،پکتيا،بلخ ،قندهار هلمند او دلوګر دولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوه تنه ياغي طالبان ووژل شول او دولس تنه نوريې ونيول شول.
ددغو عملياتو په بهير کې دلسو ډول ډول وسلو ،درندووسلو ديو سلواتيا ګوليو ،يوماين او يو موټر سايکل په ګډون يو اندازه جنګي وسايل دملي پوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي
ديو بل خبر له مخې دلوګر ولايت ملي پوليسو پرون دوسايطو ضد يو ماين چې ده ياغي طالبانو له خوا ددغه ولايت دمحمد اغې د ولسوالۍ په سړک کې ښخ کړى شوى وو کشف او شنډکړ دغه راز دکابل د١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ پوليسو پرون يوتن دالکولي مشروباتو دپلورنې په تور دکابل ښار دنهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې ونيوه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته