ټولنه

حسينه ساپۍ: د منتخب نظام په ملاتړ د ښځو مبارزې، په هېواد کې ښځو ته ښه فرصتونه برابر کړي دي

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ١٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د پيغام په لوستلو سره نن د ښځې نړيواله ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په کابل کې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
په همدې مناسبت يوه غونډه د يوشمېر لوړ رتبه دولتي مسوولينو، د جمهوري رياست، اجرائيه رياست او د هېواد د لومړۍ مېرمنې د دفتر د سلاکارانو، د يو شمېر وزارتونو د معينانو، بهرنيو ميلمنو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسوولينو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه .
د دغې غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د ښځې نړيواله ورځ د هېواد ټولو ښځو ته مبارکي وويله او د ژوندانه په ټولو برخوکې يې د ښځو له حقه حقوقو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې په بېلابېلو چاروکې د ښځو پر وړاندې ځينو پرتو ستونزو او چلنجونو ته اشاره وکړه او په اړوندو چارو کې د ښه فرصتونو د برابرولو په لاره کې يې د دغه وزارت د هلوځلو او کارونو په باب معلومات ورکړل.
دې زياته کړه چې د ښځو د مبارزو په نتيجه کې، د هېواد ښځو ته ښه فرصتونه برابر شوي دي او دغو فرصتونو د افغانستان خلکو، نړيوالې ټولنې او په تېره بيا ښځو ته اجازه ورکړه چې د منتخب نظام په ملاتړ د پرمختګ او ترقۍ په لور ګام واخلي.
په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني پيغام د جمهوري رياست د سلاکارې ملالۍ شينوارۍ له خوا ولوستل شو چې پکې ويل شوي دي: " د ښځې د نړيوالې ورځې له امله د افغانستان ټولو خلکو په تېره بيا افغان ښځو ته مبارکي وايم."
په پيغام کې زياته شوې ده چې له نېکه مرغه د ښځې نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځو چې د ښځو د سمون او تحرک له برکته د ښځو د حقه حقوقو د ترلاسه کولو په خاطر د افغان ښځو غږ د بل هر وخت په پرتله لوړ دى. د افغانستان اساسي قانون چې د هېواد د اتباعو ترمنځ توپير منع کړى دى او په ټولنيز ژوندانه کې ښځو او نارينه و ته د برابرولو فرصتونو زمينه برابره کړې ده او افغان ښځو له تپل شوې جګړې سره سره په تېرو کلونوکې له دغو فرصتونو څخه مثبته استفاده کړې ده.
د جمهوررئيس په پيغام کې ويل شوي دي چې اوس افغان ښځې د بل هر وخت په نسبت د خپلو حقوقو په باب زيات پوهاوى لري او د اسلام د مبين دين او د هېواد د اساسي قانون په رڼا کې د خپلو حقوقو دفاع کوي.
په همدې ترتيب په غونډه کې د هېواد د لومړۍ مېرمنې تصويري پيغام خپور شو چې د هېواد لومړۍ مېرمنې په هغه کې ويلي دي: " بايد څرګنده کړو چې ١٨ کاله مخکې د افغانستان ښځو د سياسي ستونزو له امله انزوا ته کښلې شوې وې، خو نن هماغه ښځې په ټولنيز او سياسي کچه له زيات قدرت او ځواکمنتيا څخه برخمنې دي."
دې زياته کړه چې افغان ښځې نن په ټول توان سره غواړي چې د سولې په خبروکې  خپل غږ ولري  او په ټولو ملي او نړيوالو کنفرانسونو کې خپل استازيتوب وکړي. زه د افغان ښځو په ميړانې او لوړ همت وياړم او بشپړ باور لرم چې ځلانده راتلوونکې به د دوى په تمه وي.
دغه راز د هېواد د اجرائيه رئيس ډاکترعبدالله عبدالله پيغام د اجرائيه رياست د سلاکارې ګل مکۍ ساپۍ له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې راغلي دي:
" اجرائيه رياست د ښځې د نړيوالې ورځې په مناسبت د هېواد مبارزو او آزادو ښځو، د بشر د حقوقو مدافعينو، د ښځو د حقوقو مدافع بنسټونو، د توپير پرخلاف د مبارزو فعالانو او د هېواد ټولو خلکو ته مبارکي وايي. سږکال د ښځې نړيواله ورځ د خپلواکۍ او برابرۍ په لور د درېڅې د پرانيستلو په هيله نمانځو. " 
په پيغام کې زياته شوې ده چې په ټولو برخوکې د هېواد د ښځو ١٨ کلنې نه ستړې کيدونکو هلوځلو او فعاليتونو وښودله چې د دوى د انساني او مشروع حقوقو او آزاديو د ترلاسه کولو په لاره کې اراده ټينګه او د ستاينې و ده.
د افغانستان حکومت هم د دغه خلل نه مننوونکې ارادې د ملاتړ پر بنسټ په تيرو اتلسو کلونو په تېرو بيا په وروستيو څلورو کلونوکې هلې ځلې کړې دي چې له تاوتريخوالي څخه د خلاصې او معتدلې ټولنې د جوړولو په لاره کې د هېواد د ښځو د مادي او معنوي پرمختګونو زمينه برابره کړي .
د ښځو چارو وزارت معينې سپوږمۍ وردګ هم د ښځې د نړيوالې ورځې په  مناسبت د هېواد ټولو ښځو ته مبارکي وويله او د ښځو د ملاتړ په لاره کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هلو ځلو له امله قدرداني وکړه .
دې د هېواد په يوشمېر ولايتونو کې ښځو ته د ضروري خدمتونو د برابرولو په لاره کې د ښځو چارو وزارت يو شمېر پروګرامونو ته اشاره وکړه او په بېلابېلو برخوکې يې له ښځو څخه د دغه وزارت د ملاتړ ډاډ ورکړ.
په همدې ترتيب د حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي عبدالحکيم منيب د اسلام  له نظره د ښځو د حقوقو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې د اسلام مقدس دين د ښځو او نارينه و ترمنځ غوره والۍ، فضليت او تقوا معيار ګرځولى دى.
ده څرګنده کړه چې د حج او اوقافو وزارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د ښځو ملاتړ کوي او د هغوى د حقوقو مدافع دى.
دغه راز د دغې غونډې په بهيرکې ( ښځې کولاى شي) په نامه د تياتر ننداره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي تياتر د ممثلانو له خوا ترسره شوه او دغه راز د موسيقۍ پارچې  د موسيقۍ رياست د هنرمندانو له خوا اجرا شوې.
د غونډې په پاى کې برخه والو د ملي هنرستان رياست هنري آثارو او د ښځو دلاسي صنايعو نندارتون وکوت.
پاى ج ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته