امنیت

په ارغنداب ولسوالۍ کې اوو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

قلات باختر د لړم د میاشتې ۶ مه
تېره شپه د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالي کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر يو شمېر پوستو بريدونه کړي چې دواړو لور ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د زابل ولايت د امنې قومندانۍ د امنيت آمر غلام جيلاني فراهي د باختر آژانس سيمه یيز خبريال ته وویل چې وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالي د لغړ باغ،شنه ټاټو او د ستاره په سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي.
فراهي زیاته کړه چې په دغو نښتو کې څلور تنه طالبان وژل شوي او درې تنه نور يې ټپيان شوي دي.
د امنيت امر وايي په يادو نښتو کې دووه تنه د ملي اردو هم ټپيان شوي دي چې روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ نه دی.
د یادونې وړه ده چې د ارغنداب ولسوالي د زابل ولایت يو له ناامنه ولسواليو څخه ده چې وخت ناوخت په کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې رامنځته کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته