سیاست

دعدالت غوښتنې او دبدلون د پاڅون دشهيدانو درناوى وشو .

کابل باختر دغبرګولي  څليرويشتمه
د ١٣٩٦ کال دغبرګولې  په  مياشت کې دمحمد سالم  ايزديار  دشهادت اودعدالت غوښتنې  اودبدلون د پاڅون دشهيدانو ددرناوي په خاطر نن په کابل کې يوه غونډه جوړه شوه .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ، دغه غونډه دسنامجلس  درييس فضل هادي مسلميار ،  دکابينې او دملي شورا ددواړو مجلسونو ديوشمير غړو ،  جهادي شخصيتونو او دشهيدانو دکورنيو په شتون جوړه شوه .
په دې غونډه کې  دسنامجلس  لومړي نايب  او دشهيد محمد سالم ايزديار پلار محمد علم ايزديار  د  ١٣٩٦ کال دغبرګولې  دمياشتې د شهيدانو دکورنيو په استازيتوب  خبرې وکړې او ويې ويل چې دهېواد داساسي قانون  له مخې  سوله ئيز اعتراضونه دافغانستان دخلکو حق دى اودغه اعتراضونه دې بايد دتاوتريخوالي سبب نه شي .
  ده زياته کړه چې دغو شهيدانو دسولې او عدالت غوښتنې  په خاطر خپل  غږ پورته کړي و او غوښتل يې چې دسولې او عدالت غوښتنې  غږ دمسوولانو غږونو ته ورسوي .
ايزديار  څرګنده کړه دشهيدانو کورنۍ له حکومت څخه غواړي  چې د  ١٣٩٦ کال دغبرګولې  دمياشتې دپيښې عاملان وپيژني او سزا ورته ورکړي .
وروسته دسنامجلس  رييس فضل هادي مسلميار  په خبرو کې  وويل چې د ١٣٩٦ کال دغبرګولي  دمياشتې له اعتراضتونو  څخه دې بايد سياسي استفاده ونه شي په دې خاطر چې  دغو ځوانانو دملي وحدت په ساتنې سره  دعدالت اودعدالت غوښتنې دتامينولو په مقصد خپل  غږ پورته کړي و .
دغه راز احمد ضيا مسعود ، محمد يونس قانوني ، ډاکتر سيد علي کاظمي  او فوزيې کوفي د  ١٣٩٦ کال دغبرګولې دمياشتې دپيښې په باب په ترتيب سره خبرې وکړې .
ددغې غونډې په پاى کې دبېلابېلو  ارګانونو دمسوولانو  له خوا دمحمد سالم ايزديار  او دعدالت غوښتنې او د ١٣٩٦ کال  دغبرګولې دمياشتې دبدلون د پاڅون دشهيدانو دڅلې تر څنګ دګلو ګيډى کيښودل شوې .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته