امنیت

په جلال آباد ښارکې ډله ييز ځانمرګي بريدونه

جلال آباد باختر دغويي دمياشتې ٢٧ : يوه ډله ځانمرګي يرغلګر څو شيبې مخکې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې يوې ودانۍ ته ننوتل. يرغلګرو يوه نيمه کاره ودانۍ ته په ختلو سره په جلال آباد ښارکې د لومړۍ امنيتي حوزې په آمريت، د ننګرهار د والي په دفتر او په ملي راډيوټلويزيون ډزې کوي. د ننګرهار ولايت يوې امنيتي سرچينې چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي، باختر آژانس ته وويل چې يرغلګر له پوځيانو سره د نښتې په حال کې دي. ده وويل: پوځيان هلې ځلې کوي چې يرغلګر يو په بل پسې وځپي. په جلال آباد ښارکې د باختر آژانس خبريال ګلستان غالب وايي چې امنيتي ځواکونو د پيښې شاو خوا سيمه کلابنده کړې ده او د يرغلګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته دوام لري. ده وويل چې پوځيانو د پيښې له شاوخوا سيمو څخه په لسګونو تنه ملکي وګړي له ساحې څخه ايستلي او خوندي ځايونو ته يې ليږدولي دي. هغه و دانۍ چې ځانمرګو يرغلګرو پکې سنګر نيولى دى، د جلال آباد ښار په ډيره مهمه ساحه کې موقعيت لري او سخت د امنيتي ځواکونو له خوا اداره کيږي. د پيښې جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته