کابل باختر د غبرګولي دوه ويشتمه :
په جوزجان ولايت کې پرون درې ټنه تېر تاريخ خوراکي توکي او تېرتاريخ او بې کيفيته درمل له منځه يوړل شول .
د جوزجان ولايت د عامې روغتيا رييس حفيظ الله جمشيدي باختر آژانس ته وويل چې ديرش قلمه خوراکي توکي او١٥٠ قلمه تېر تاريخ طبي درمل چې له دوه مياشتې را پديخوا د شبرغان ښار او د آقچې ولسوالۍ له دکانونو او درملتونونو څخه د عامې روغتيا د رياست د موظفينو له خوا راتول شوي و؛ د اړوندوبنسټونو د استازو په شتون وسوځول شول .
ده زياته کړه چې د تېرتاريخ او د بې کيفيته خوراکي توکي او درمل د راټولولو بهير د دغه ولايت په کچه دغه راز دوام لري .
څلورمياشتې مخکې هم شپږ ټنه تېرتاريخ خوراکي توکي او درمل د جوزجان ولايت د عامې روغتيا د رياست له خوا وسوځول شول .
ختم_ عطاالله – اکرم
0 1 دقیقه لوستل