امنیت

په بد خشان کې د وسله والو طالبانو اود افغان پوځيا نو خو نړۍ نښته

کابلباختر دغويي ٢٨ مـــــــه

په بد خشان ولايت کې دنښتې له ا مله څلور تنه وسله وال  طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور  يي ټپيان شول

 په دې جګړه کې چې تيره شپه و نښته د پو ليسو د وه تنه سرتيري هم ووژل شول اويوتن بل يي ټپي شو

درا رسيدلو خبرونو له مخې دغه جګړه دورد وج ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان پوځيانو دعمليا تو په بهير کې ونښته

دبدخشان د والي ويندوى معروف راسخ باختر ا ژانس ته وويل چې په دې نښته کې څلورتنه وسله وال طالب ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول.

دى وايي چې ددغې پيښې په وژل شويو کسا نو کې دپو ليسو دوه تنه سرتيري هم شا مل دي

د بد خشان د والي د ويندوى دڅرګند ونو له مخې د وردوج ولسوالۍ په مر بو طاتو کې پوځى عمليات د جګړه مارو طالبانو دځالو ددړي وړي کولو په مقصد پيل شوى دى اود وسله والو طالبانو له شتون څخه په بشپړه تو ګه ددغه ولايت ترپاکولو پورې به دوام و مو مي

 د وردوج ولسوالۍ په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو د زيا تو فعاليتو نو ډګر دي

 په تير يو کال کې طالبانو درې ځلې پر امنيتي پوستو بريد و کړ او يوشمير افغان سرتيري ووژل او ځينې يې له ځان سره وتښتول هغه سرتيري چې دسيمې د مشرا نو په منځګړيتو ب د وسله والو طالبانو له منګولو څخه بيا خوشي کړى شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته