روغتیا

شپږ ويشتو زرو کورنيو د څښاک روغتيايي اوبه ترلاسه کړې

کابلباختردسرطان ٢٢
دبادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې د څښاک د روغتيايي اوبو درې سوه دوه مخزنونه دکليو د پرمختيا د ملي پيوستون دپروګرام له لارې ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.
دبادغيس ولايت دکليو د بياجوړولو او پراختيا رييس سيد رسول اکبري باخترآژانس ته وويل: دغه مخزنونه دکليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست له بودجې څخه د دريو مليونو ا مريکايي ډالرو په لګښت دسنګ آتش په سيمه کې په اووه پنځوسو پرمختيايي شورا ګانو کې جوړ شوي دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغو مخزنونو په جوړيدو سره شپږ ويشتو زروکورنيو دڅښاک روغتيايي اوبه ترلاسه کړي.
دسنګ آتش سيمه دبادغيس ولايت د مرکز په ديرش کيلو مترۍ واټن کې پرته ده چې اوبه يې د استفادې وړ نه دى او د سيمې او سيدونکي دڅښاک د روغتيايي اوبو د کمښت له پلوه سرټکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته