سیاست

د ننګرهار والي دمظاهره کوونکو تورونه رد کړل .

کابل باختر د ثور لومړي :
په ننګرهار کې پراخ وګړني اعتراضونه خپلې دويمې ورځې ته ورسيدل  خو ددغه ولايت والى دځان پرخلاف  دمظاهره کوونکو تورونه  بې بنسټه وبلل .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  دشنبې  دورځې له سهار څخه ددغه ختيځ ولايت  په زرګونو تنو اوسيدونکو دپراخو مظاهرو په کولو سره ددغه ولايت په والي  دځمکې او دعامه شتمنيو دغضب تور ولګاوه  او دده دګوښه کيدو غوښتنه يې وکړه .
  په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې مظاهره کوونکودننګرهار ولايت دمرکز جلال اباد ښار ددروازو په تړلو سره  چې دتورخم په ګډون  لويه لاره له دغه ښار څخه تيريږي ،  دولت ته خبر داري ورکړ چې ددغه ولايت دوالي دکار ددوام په صورت کې به  خپلو مظاهرو ته  هماغه شان  دوام ورکړي .
  په همدې حال کې دننګرهار والي ګل اغا شيرزي دځان پرخلاف لګول شوي تورونه  بې بنسټه وبلل  او ويې ويل  چې دغه مظاهرې دهغو کسانوله خوا پيل شوي دي  چې ددغه ختيځ ولايت  دبيا جوړولوپه بهير کې خنډونه پيداکوي
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دننګرهار دوالي پرخلاف  وګړنيو مظاهرو کې  دحاجي عبدالظاهر قدير په ګډون دپارلمان  ځينې استازي برخه لري .
دمظاهره کوونکو يو تور دننګرهار ولايت  په بيا جوړولو کې  دګل اغا شيرزي کم کار دى .  خودى وايي  که چيرې ددغه ختيځ ولايت  دپرمختيا لپاره يې  کوم کار کړى دى اوکه څنګه ، قضاوت  دخلکوپه لاس کې دى .
دننګرهار دوالي په ملاتړ ديوې غونډې برخه والو دپريکړه ليک په صادرولو سره  دګل اغا شيرزي  له کړو وړو سره  خپل ملاتړ څرګند کړ .
دوى مظاهرې دخلکوقانوني حق وباله خو د ټولنيز نظم ګډوډول اودلاروتړل يې جرم وباله .
په همدې حال کې دننګرهار له ولايت څخه  په رارسيدلوخبرونوکې  ويل شوي دي  چې  دامنيتي ځواکونوپه لاسوهنې سره ، مظاهره کوونکو  دجلال اباد ښار دروازې  دترافيکو پرمخ بيا پرانستي دي .
  داپه داسې حال کې دى چې ددغو دروازو په تړل کيدو سره  دتورخم دلويې  لارې په ګډون  په ځينو لويو لاروکې  دتګ راتګ بهير ځنډيدلى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته