سیاست

جمهوررئیس غني “مونیخ امنیتي کنفرانس” کې د ګډون په‌خاطر المان ته روان شو

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٩
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تيرماښام د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د "مونیخ په دري پنځوسم امنیتي کنفرانس" کې د ګډون په خاطر د المان مونیخ ښار ته روان شو.
ددجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پام کې ده چې په دغه دوه ورځني سفر کې به جمهوررئیس غني د "مونیخ امنیتي کنفرانس"  کې د ګډون تر څنګ د تروریزم او افراطیت د ګواښ او د افغانستان امنیتي مسائلو په اړه وینا وکړي. 
جمهوررئیس به د دغه کنفرانس په څنډه کې د هېوادونو او بین‌المللي سازمانونو له یو شمېر مشرانو او لوړ پوړو چارواکو سره لکه د المان صدراعظمې، د امریکا د متحدوایالتونو د جمهوررئیس مرستیال، د اذربایجان جمهوررئیس، د کروشیا جمهوررئیس، د ترکیې صدراعظم، د ناروي د شاهي هېواد صدراعظم، د ګرجستان صدراعظم، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست او امنیت مسوول، همدارنګه د روسیې، المان، سعودي عربستان، د چین ولسي جمهوریت، ایران او قطر له بهرنیو چارو وزیرانو، جان مکین او د امریکا یو شمېر نورو سناتورانو، د برتانیې دفاع وزیر، د مایکروسافټ کمپنۍ رئیس بل ګیټس، د البرایټ ګروپ رئیس، د جنايي جرمونود نړيوالې محکمې رئیس او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له پخواني استازي لخضر ابراهیمي سره لیدنې او خبرې وکړي.  
دغه راز به د دغه سفر پر مهال د جمهوررئیس غني په شتون کې د افغانستان او اروپايي اتحادیې ترمنځ د همکارۍ موافقه ليک د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د اروپايي اتحاديي د بهرني سیاست مسووله میرمن فیډریکا موګریني لاسلیک کړي. 
په دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، مالیې وزیر اکلیل حکیمي، په عامه اړیکو او سټراټيژیکو چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار احمد نادر نادري او په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس ملتیا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته