کابل _باختر دوري اته ويشتمه :
په لغمان ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو په امنيتي پوستې دطالبانو دبريد له امله څلور تنه سيمه ئيز پوليسان شهيدان او يو تن يې ټپي شو .
دلغمان دوالي ويندوى سرحدي ځواک باختراژانس ته وويل، دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو تيره شپه دالينګار _ مهترلام دلارې دبي بي هاجرې په ساحه کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، په دې پيښه کې څلور تنه سيمه ئيز پوليسان شهيدان او يو تن ټپي شو .
ځواک وويل: ټپي روغتون ته ليږدول شوى او دروغتون چارواکو دهغه روغتيايي حالت خراب بللى دى .
خبر ځاى زياته کړه، په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته هم دسرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .
0 1 دقیقه لوستل