سیاست

په هرات کې دهندوستان دجنرال قونسل کارونه وستايل شول

-کابل باختر د زمري  اوولسمه :
دهرات ولايتي شورا په هرات ولايت کې دهندوستان دجنرال قونسل  کارونه وستايل .
دهرات دولايتي شورا رييس کامران علي زايي په هرات کې د خپل ماموريت په وخت کې دهرات خلکو ته دخدمت په لاره کې  دهندوستان دجنرال  قونسل دهلوځلو له امله قدرداني  څرګنده کړه .
دهرات دولايتي شورا رييس وويل هندوستان تل دهرات له خلکو سره دوستي او همکاري کړې ده چې دبيلګې په توګه دسلمادبند يادونه کولاى شو چې دهرات دخلکو  يوه هيله وه چې دهندوستان له خواترسره وشوه .
دهرات خلک تل دهندوستان له خلکو څخه مننه کوي .
  دهندوستان  جنرال  قونسل په هرات کې دوروستي ناوړې پيښې له امله دهرات خلکو او په ولايتي شورا کې ددوى استازو ته ډاډ ګيرنه وويله .
دهندوستان جنرال قونسل  ددواړو هېوادونو دهند او افغانستان دخلکو ددوستۍ په باب خبرې وکړې او دسلما پروژه يې دافغان  _ هند  ددوستۍ سمبول او نښه وبلله او دسلما دپروژې مودل  يې دسلما پروژې له لارښود کتاب سره دولايتي شورا رييس ته ورکړ
دغه راز دستاينې هغه لوحه چې دولايتي  شورا له خوا برابره شوې وه دهندوستان  جنرال قونسل ته ورکړ شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته