خبرونهTOPټولنه

له جمهورريیس محمد اشرف غنی سره افغان هندوانو او سیکانو د اختر مبارکي وکړه

کابل/ د غويي ۲۳مه/ باختر
افغان هندوانو او سیکانو له جمهوررئیس محمداشرف غني سره په کتنه کې هغه ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله.
په دغه کتنه کې سرپال سینګ خالصه د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ پرمهال یې له جمهوررئیس څخه د هندو باورانو د اماکنوجوړولو ته د پاملرنې مننه، د امنیت تامین او د نورو ستونزو حل ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه یې وکړه. جمهوررئیس د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ پرمهال وویل، د هیواد په مختلفوسیمو کې د هندوباورانو د اماکنو بیارغاونه د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده او ادامه لري. جمهوررئیس غني زیاته کړه، د دوی ټولو غوښتنو ته د رسیدګي په اړه به لازم اقدامات وشي او د افغان هندوانو او سیکانو امنیت ته پاملرنه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته