امنیت

خپلو کورونو ته دستنيدو لپاره له بې ځايه شويو خلکو څخه دکندز دپوځي مقاماتو غوښتنه .

کابل باختر د تلي ديرشمه :
په کندز ولايت کې مقاماتو په دغه ولايت کې دوروستيو جګړو له امله له بې ځايه شويوکورنيو څخه وغوښتل چې خپلو کورونو ته دې ستانه شي .
دوى وايي چې دکندز ښار په بشپړه توګه دتروريستانو له شتون څخه پاک شوى دى او خلکو ته هيڅ راز انديښنه نشته .
په کندز ښار دطالبانو دبريد او په دغه ښار کې دڅو ورځنيو جګړو په بهير کې په سلګونوکورنۍ له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړې شوې .
دغه کورنۍ زياتره تخار ، بدخشان ، کابل ، بغلان اوبلخ ته تللي وې  خو دتروريستانو له شتون څخه دکندز ښار په پاکولو سره کرار کرار زياتره يې خپلو کورونو او ټاټوبو ته ستانه شوي دي .
دکندز ولايت سرپرست حمد الله دانشي له خبريالانو سره په غونډه کې دوروستيو  جګړو له امله له بې ځايه  شويوکورونو څخه وغوښتل چې له ويرې او ډار پرته دې خپلوکورونو او ټاټوبو ته ستانه شي .
ده وويل طالبان په کندز کې په ماتې سره نور په دغه ښار ديرغل توان نه لري .
  دانشي  خپلو کورونو او ټاټوبو ته دبې ځايه شوې کورنيو دبيرته ستنيدو بهير مخ په زياتوالي وباله سره له دې هم ويې ويل چې امنيتي ځواکونه خپلو هيوادوالو ته ډاډ ورکوي چې دکندز ښار تراژيدي به بيا تکرار نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته