ټولنه

په سمنګانو کې يو ستر پل بيارغاول کيږي.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٥
يو ستر پل چې دسمنګانو ولايت دبلخ له ولايت سره نښلوي اود موسمي سيلاونو له امله ويجاړ شوى و ، بيارغاول کيږي.
دسمنګانو ولايت دفوايد عامې رييس انجينير ضيا همايون ابراهيم خيل دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه پل دبراوکوز دره صوف دولسواليو په تګلوري کې موقعيت لري او د سمنګانو ولايت دبلخ له ولايت سره نښلوي.
ښاغلى ابراهيم خيل زياته کړه دسيمې د اوسيدونکو دغوښتنو له امله دفوايد عامې وزارت په پام کې لري دغه پل چې شپيته متره اوږدوالي اووه متره سور او پنځه متره لوړوالى لري بياورغوي. دسمنګانو ولايت دفوايد عامې د رييس دڅرګندونو له مخې، ددغه پله د بيارغاونې کار تر يوې مياشتې پورې پيليږي او ټاکل شوې ده د بيارغاونې کاريې شپږ مياشتې دوام وکړي انجنير ضيا زياته کړه : دغه پل دفوايد عامې وزارت له خوا د ديرشو مليونو افغانيو په لګښت بيارغاول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته