کابل باختردکب دمياشتې٢٠ نيټه :
دکندز ولايت د مرکز او ا ړوندو ولسواليو امنيتي حالت ښه شوى دى.
دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دباخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل ؛چې د امام صاحب او چاردرې په ولسواليو کې د ژمنيو عملياتو په بهيرکې ياغيانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى او جرمونو هم د روان کال په دويمه نيمايي کې تر يوې اندازې پورې کمښت موندلى دى او په اقتصادي برخه کې هم په مرکز کې دکار وبار حالت ښه شوى دى ا ونوې پروژې پيل شوي دي .
دکندز والي عبدالجبار نعيمي د اته شپيتو ميليونو افغانيو په لګښت د نويو پروژو دپيل خبر هم ورکړ او او زياته يې کړه چې دکندز ښار دتيرو شپږو مياشتو په نسبت په بشپړه توګه بدلون موندلى دى.
هغه وويل دکندزښار والۍ د بدني او فرهنګي بنسټونوپه همکارۍ د ښار په پاکولو لاس پورې کړى چې له امله يې دغه ښار په يو پاک ښار بدل شوى دى.
نعيمي زياته کړه چې د ښار د ښکلا په خاطر لا هم دنيالګيو دايښودلو بهير دوام لري.پاى ج ذ
1 1 دقیقه لوستل