کابل باخترد لړم دمياشتې٧نيټه:
د بادغيس ولايت سيمه ييزو مسوولين وويل چې د دغه ولايت والي اړوندو دولتي ادارو ته لارښوونه کړې ده چې د بادغيس ولايت بودجه دې د دويم درجه ولايت په توګه برابره کړي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د بادغيس والي عبدالعفور ملکزي ويلي دي چې د دويم درجه ولايت په توګه به دبادغيس دمقام دساتنې په لاره کې به هلې ځلې وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني بادغيس ولايت ته د سفر په وخت کې د يوه فرمان په صادرولو سره د بادغيس ولايت دويم درجه ولايت ته لوړ کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولايت اوسيدونکي له دولت څخه غواړي څو د قادر آباد بند د جوړولو او د توره شيخ بندر د جوړولو کار ډير ژر پيل کړي.
پاى جذ
0 1 دقیقه لوستل