فرهنګ

د اداري فساد پرخلاف مبارزه د ټولو دنده ده

کابل / باختر د تلې  د مياشتې  ١٣  :
د  اداري فساد پرخلاف د مبارزې په اړوند د هېواد د جمهوررئيس د دريځ د ملاتړ په خاطر نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت له خوا يوه غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس  خبريال خبر راکړ:
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين  ډاکتر کمال سادات د ځوانانو د رول په باب په خبروکې څرګنده کړه چې د اداري فساد پرخلاف د مبارزې په لاره کې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني د دريځ په ملاتړکې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو  معينيت له مدني ټولنې او د ځوانانو د يوشمېر مرکزونو په همکارۍ هلې ځلې کوي چې د اداري فساد په وړاندې چې يوه غيراسلامي او غيرانساني پديده ده؛ ګډه مبارزه وکړي.
ده زياته کړه: له ټولو ځوانانو، درنو عالمانو، قومي مشرانو، ژورناليستانو اوله خلکو څخه غوښتنه کوو چې په دې مبارزه کې ونډه واخلي او په هېوادکې دهرډول فساد په وړاندې مبارزه وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د اداري فساد پرخلاف د مبارزې د عالي ادارې د ستراتيژۍ او پلان رئيس محمدرفيع اميني هم خبرې وکړې او د دې ترڅنګ چې د هېواد د جمهور رييس او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو دمعينيت له دريځ سره خپل ملاتړ څرګند کړ؛ زياته يې کړه: له اداري فساد سره مبارزه د يوې يا دوو ورځو کار نه دى .
ده زياته کړه : د دغې کرغيړنې پديدې د کمښت او له منځه وړلو په خاطر بايد  دوامداره مبارزه وکړو او په دې برخه کې د خلکو او په تېره بيا د ځوانانو رول اغيزمن دى.
د رنګين کمان د ټولنيزې او فرهنګي موسسې مسوولې معصومې سلطاني هم  د فساد د عواملو په باب معلومات ور کړل او څرګنده يې کړه چې د دغو عواملو له جملې څخه په راتلوونکې نه باور او د کاري ا منيت نشتوالى دى او هغه کسان چې بشپړ ايمان نلري؛ په فساد لاس پورې کوي.
دې زياته کړه : بايد ځوانانو ته زيات کاري فرصتونه برابر شي، په دې خاطر چې ځوانان د اداري فساد پرخلاف د مبارزې په لاره کې ښه کار کولاى شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته