ټولنه

په بغلان کې د سېلاوونو له امله زيانمنو شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د غويي ٢٢مه / باختر په بغلان کې د وروستيو سېلاوونو د راوتلو له امله پرون زيانمنو شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه. د بغلان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس مجيب الرحمن بهين باختر آژانس ته وويل چې دغه رياست د (ډبيلو.اف.پي) او (آى.او.ام) سازمانونو او د آغاخان پرمختيايي بنسټ په همکارۍ د دهنه غوري، دنهرين په تاله برفک او پلخمري ښار په مربوطاتوکې پر ٧١ زيانمنو شويو کورنيو خوراکي توکي او لګښتي مالونه ووېشل. هغه زياته کړه: په هرې کورنۍ څلور بورۍ ٥٠ کيلويي اوړه، ٢٠کيلو غوړي، ٢١ کيلو نخود، د پخلنځي وسايل او کار وسايل او لګښتي توکي ووېشل شول. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته