امنیت

لس طالبان په کندز کې ووژل شول

کابل/ د غویي ٨ مه / باختر لس وسله وال طالبان تېره شپه په کندز کې ووژل شول. د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري باختر آژانس ته وويل: يو شمېر وسله والو طالبانو چې د دغه ولايت د چهار درې او امام صاحب ولسواليو په ځينو سيمو بريدونه وکړل؛ د پوځيانو له غبرګون سره مخ شول. هغه زياته کړه: په جګړو کې ١٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ نور يې ټپيان شول. هغه زياته کړه: په پېښو کې د پوليسو يو سرتېرى شهيد او يو بل يې ټپي شو. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته