فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د تخار ولايت د يوشمېر ځوانانو ستونزې واوريدې

کابل باختر د غبرګولي  دريمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني د تخار د پيوستون د کاروان د ټولنې د يوشمېر ځوانانو غوښتنې او ستونزې واورېدې .
دباختر آژانس د خبريال دخبر له مخې:
په دې کتنه کې د دغې ټولنې د مشرتابه هيئت غړو ګل نبي، محمد او شيردل طاهري د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د وزګارتيا او په امنيتي او فرهنګي برخوکې يې د ستونزو له پلوه د تخار ولايت د ځوانانو يولړ ستونزې او غوښتنې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير سره طرحه کړې.
دوى وويل: په تخار ولايت کې٣٠٠ تنه ځوانان سره له دې چې د پوهنتونونو له بېلابېلو پوهنځيوڅخه فارغ شوي دي؛ خو تر اوسه پورې کارورنه نه دي پيدا کړي او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير څخه يې وغوښتل چې د دغه وزارت په بـستونوکې د هغوى د څو تنو په استخدام کې همکاري وکړي .
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزير، ځوانان د ټولنې خوځنده او ارزښتناک ځواک وباله او څرګنده يې کړه چې دغه وزارت د امکان تر پولې پورې د يوشمېرځوانانو په استخدام او هغوى ته د کار د زمينې په برابرولوکې همکاري کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته