امنیت

اووه اويا تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دسلواغې  نهه ويشتمه :
امنيتي ځواکونو پرون دخپلو امنيتي فعاليتونو په بهيرکې  اووه اويا تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. امنيتي ځواکونو دغه فعاليتونه دکونړ ، ننګرهار،تخار، کندز ،بدخشان ، سرپل ، قندهار ، زابل ، ارزګان ، لوګر ، غزني او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې  اووه اوياتنه وسله وال طالبان ووژل شول اتلس تنه  ټپيان او يوتن يې نيول شوى دى او يوه اندازه  جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دجوزجان ، قندهار، ارزګان ،  هرات او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې دولس ماينونه  کشف او شنډ کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته