کابل باخترد تلي څوارلسمه :
په بغلان ولايت کې په نويو امنيتي پيښو کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
دبغلان ولايت دعامه امن اونظم دکندک قوماندان باختراژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو دجرخشک په ساحه کې وسله والو طالبانو ته دسردرانده زيانونه واړول .
يوه اړونده خبرځاى وويل امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې په بغلان ولايت کې امنيت تامين کړي او دبغلان _ کندز لويه لاره دترافيکو پرمخ پرانستي وساتي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ